ننګرهار؛ د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د خوږیاڼو ولسوالۍ په کاګي بازار سیمه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د سپین غر ټایګر او تندر سوپر سټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې لومړۍ پاڼۍ سپین غر ټایګر لوبډلې ولوبوله او په ټاکلو دولسو اورونو کې یې سیالې لوبډلې ته د ۱۹۳ منډې هدف کېښود، بل لوري ته سیالې تندر سوپر سټار لوبډلې ۱۲۰ منډې وکړې او مقابلې لوبډلې ته یې په ۷۳ منډو سیالي بایلوده.
دغه سیالۍ چې ۱۲ ورځې به دوام وکړي موخه یې د ځوانانو ترمنځ یووالی او اتفاق یاد شوی دی.
