ميدان وردګ؛ په مرکز میدان ښار کې د واليبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د میدان وردګ ولایت د ورزش امريت په همغږۍ د واليبال فدراسيون له لوري په مرکز میدان ښار کې د ١٥ لوبډلو ترمنځ د واليبال دوستانه سيالۍ د فامیلو لوبډلې په اتلولي پاى ته ورسېدې.
د يادو سياليو پایلوبه د فامیلیو او ملاخېل لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې ۳-۲ ميدانونو توپیر د فامیلو لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده.
د دغو سياليو موخه د ځوانانو تر منځ اتحاد، اتفاق او ورزش ته وده ورکول دي.
په پای کې اول او دوهم مقام ګټونګو لوبډلو ته کپونه او غوره لوبغاړو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.
