ننګرهار؛ په کامه او ښېوه ولسوالیو کې دودیزې لوبې ترسره شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري په کامه او ښېوه ولسوالیو کې د دویزو لوبو د ژوندي کولو په موخه دودیزې محلي لوبې ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې د جواد او فواد لوبډلو ترمنځ د بال نیونې سیالي ترسره شوه، چې هرې لوبډلې شپږ لوبغاړي درولودل، هغه لوبډله بریالۍ وه چې ترډېره بال له ځان سره وساتي، چې جواد لوبډلې بریا خپله کړه. همداراز په ښېوه ولسوالۍ کې د سترګو پټولو سیالي ترسره شوه، چې په دې لوبه کې اتو لوبغاړو ونډه اخیسته، د یوه سترګې ورتړل کېدې او کوشش یې کاوه ترڅو نور لوبغاړي ونیسي.
د دغو سیالیو په مراسمو کې له عمومي ریاست څخه راغلي لس کسیز پلاوي چې مشري یې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست حقوقي سلاکار سید رسول افغاني کوله ګډون کړی و.
د یادو سیالیو د ترسره کېدو او بیا ځلې دود کولو په پار د دواړو ولسوالیو ولسي خلکو خوښي څرګنده کړه او غوښتنه یې وکړه چې دودیزو لوبو ته ځانګړې پاملرنه وشي.
په افغانستان کې د حاکم نظام له راتګ سره په یاد سیمه کې دا لومړی ځل دی، چې په هیواد کې دودیزو او عنعنوي لوبو ته کار کېږي، دا په داسې حال کې ده، چې په یاد ولایت کې د مرکزي پلاوي له لوري ورزشي مسولینو ته د دودیزو سیالیو دوه ورځنی سمینار هم ورکړل شو.
