هلمند؛ په مارجې ولسوالۍ کې د کرکټ ټېپ بال سيالۍ سپين غر لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۹ - ۸:۵۹
هلمند؛ په مارجې ولسوالۍ کې د کرکټ ټېپ بال سيالۍ سپين غر لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې

د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د دې ولسوالۍ اړوند کمپ سيمه کې د اختريز جام په نوم د کرکټ ټېپ بال ١٢ اوريزه سيالۍ د سپين غر لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې.

د مارجې ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ امر ډاکتر محمد ابراهيم په خبره؛ دغه سيالۍ د اختر په دوهمه پيل شوې چې لس ورځې يې دوام وکړ، چې د مرکز لشکرگاه ترڅنګ د نادعلي، باباجي، ګرمسېر ولسواليو او د نيمروز ولايت ٣٢ لوبډلو پکې برخه لرله.

د دغو سياليو پايلوبې ته د سپين غر او کليوال زلمي لوبډلو لار وموندله، چې د سپين غر لوبډلې د لوبې ټاس وګټلو او لومړى يې توپوهنه وکړه چې په ټاکلو ١٢ اورونو کې يې د ٥ لوبغاړو په سوځیدو سره ١٩٥ منډې وکړې.

په مقابل کې د کليوال زلمي لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ١٣٥ منډې وکړې او لوبه يې د ٥٨ منډو په توپیر بايلوده.

د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ اتحاد او يووالى دى.

په پاى کې د لومړي مقام ګتونکې لوبډلې ته يو عراده موټرسايکل او دويم مقام ګټونکې لوبډلې ته کپ ورکړل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۷
Background image

کونړ کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اسعد آباد ښار په دم کلي کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې شل ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۵
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سيالۍ تر سره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۳
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چاهي ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او. . .

BACK TO NEWS