پکتیکا؛ په سروبي ولسوالۍ کې د یووالي په نوم د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ د سروبي ولسوالۍ د پاسنو ځوانانو له لوري د یووالي په نوم د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د سمسور او عبدالولي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، په پیل کې عبدالولي لوبډلې توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۱۲ اورونو کې سیالې لوبډلې ته ۱۵۱ منډې هدف کېښود، بل لوري ته سمسور لوبډلې ونشو کولی چې یاد هدف پوره کړي او په ۱۴ منډو یې سیالې لوبډلې ته سیالي وبایله.
دغه سیالۍ چې ۸ ورځې به دوام وکړي موخه یې د ځوانانو ترمنځ د یووالي رامنځته کول دي.
