ميدان وردګ؛ د سيد اباد ولسوالۍ په شېخ اباد سيمه کې د واليبال دوستانه سيالۍ ترسره شوې
د ميدان وردګ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت او سيد اباد ولسوالۍ د ورزشي کمېټې له لوري په شیخ اباد سيمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې شيخ نورولي لوبډلې خپلې سيالې هاشم خېلو لوبډلې ته د ۳-۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی او د ولسوالۍ په کچه ورزش ته وده ورکول ياد شوي دي.
