ننګرهار؛ د بهسود ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ اختريز جام سيالۍ د پټان کلب لوبډلې وګټلې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۵ - ۸:۵۴
ننګرهار؛ د بهسود ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ اختريز جام سيالۍ د پټان کلب لوبډلې وګټلې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په لارښوونه په بهسود ولسوالۍ په کچه د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختريز جام سياليو اتلولي د پټان کلب لوبډلې خپله کړه.

دغه سيالۍ چې موخه يې د ځوانانو سالمه روزنه او همداراز د ځوانانو هڅونه وه پايلوبې ته يې پټان کلب او شفيق کلب لوبډلو لار موندلې وه، چې په پايله کې شفيق کلب لوبډلې په‌ ټاکلو لسو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۷ منډې هدف کېښود، بل پلو پټان کلب لوبډلې ياد هدف ته د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره په نهم اور کې ځان ورساوه او اتلولي يې خپله کړه.

بايد يادونه وشي چې دغه ټورنمنټ د ۱۶ لوبډلو ترمنځ يوه مياشت وړاندې پيل شوی و او نن ورځ يې پايلوبه ترسره شوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۹
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۷
Background image

کونړ کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اسعد آباد ښار په دم کلي کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې شل ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۵
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سيالۍ تر سره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

BACK TO NEWS