هلمند؛ په ګرشک ولسوالۍ کې د "هيله" په نوم د لس لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سيالۍ پيل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۶ - ۱۰:۳۳
د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ کې د فوټبال فدراسیون له لوري د  ابو الفتح بستي لېسې په ورزشي لوبغالې کې د ١٠ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سيالۍ پيل شوې.  په دغو سياليو کې د افغان، آشنا، نوآباد، هلمند او مسلم لوبډلې په "الف" ګروپ او سباوون، یاران، پیکان، شمشاد او ځوانان لوبډلې په "ب" ګروپ کې ځاى لري.  د دغو سياليو د پيل لوبه کې د اشنا لوبډلې د ٤-١ ګولونو په توپیر افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه. ټاکل شوې دغه سيالۍ به يوه مياشت دوام وکړي چې نن شنبه به د ياران او سباوون لوبډلې د لوبې ډګر ته ښکته شي.

د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ کې د فوټبال فدراسیون له لوري د ابو الفتح بستي لېسې په ورزشي لوبغالې کې د ١٠ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سيالۍ پيل شوې.

په دغو سياليو کې د افغان، آشنا، نوآباد، هلمند او مسلم لوبډلې په "الف" ګروپ او سباوون، یاران، پیکان، شمشاد او ځوانان لوبډلې په "ب" ګروپ کې ځاى لري.

د دغو سياليو د پيل لوبه کې د اشنا لوبډلې د ٤-١ ګولونو په توپیر افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

ټاکل شوې دغه سيالۍ به يوه مياشت دوام وکړي چې نن شنبه به د ياران او سباوون لوبډلې د لوبې ډګر ته ښکته شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۱۱
Background image

د هرات ايثار لوبډلې د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليگ سياليو اتلولي وګټله

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د فوټبال ملي فدراسیون د فوټسال ملي کمېټې له لوري د هېواد د ۶ لوبډلو ترمنځ «د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليګ، لومړی پړاو» چې اته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۳
Background image

افغان ورزشکار روحید ستانکزي د رزمي ورزشونو اسیایي سیالیو کې پرلپسې خپلې دواړه سیالۍ وګټلې

د رزمي ورزشونو له ۱۶ – ۱۸ عمري کټګورۍ اسیایی سیالیو کې روحید ستانکزي په ۶۰ کیلو ګرامه وزن پرلپسې ازبکستاني او قرغیزستاني سیالان مات کړل، چې سبا به پایلوبه له قزاقستاني سیال سره وکړي.

ه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۱:۵۷
Background image

کابل کې د زندانيانو دوو لوبډلو ترمنځ د واليبال دوستانه سيالي وشوه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د ټولشموله ورزشونو امريت او د زندانونو چارو د تنظیم ښه ادارې د ښوونې او بيا روزنې رياست په همغږۍ د يادې ادارې د نشه يي توکو په وړاندې د. . .

BACK TO NEWS