د هیواد د ویلچر باسکېټبال ملي لوبډلې د پارالمپیک آسیا جام مقدماتي سیالیو په خپله درېیمه لوبه کې فليپین ته ماتې ورکړه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۰ - ۱۵:۹
د هیواد د ویلچر باسکېټبال ملي لوبډلې د پارالمپیک آسیا جام مقدماتي سیالیو په خپله درېیمه لوبه کې فليپین ته ماتې ورکړه

د افغانستان د ویلچر باسکېټبال ملي لوبډلې د پارالمپیک آسیا جام د مقدماتي سیالیو په لړ کې د خپلې درېيمې لوبې پر مهال د فليپین هیواد ملي لوبډلې ته ۶۵- ۵۸ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه.

د دې لوبې غوره ګول وهونکی د افغان لوبډلې ارسلان افضلي و.

د پارالمپک آسیا جام مقدماتي سیالۍ دا مهال د ټایلنډ هېواد په کوربتوب د نهو اسیایي هیوادونو ترمنځ روانې دي.

افغان لوبډلې تر دې وړاندې د کويټ او هانګکانګ ملي لوبډلو ته هم ماتې ورکړې وه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۵۶
Background image

د اسلامي هېوادونو د پيوستون سياليو کې د سرو زرو مډال راوړونکی ورزشکار محمد يوسف جهانګیر سعودي عربستان ولاړ

د سعودي عربستان ورزشي مسوولینو په رسمي غوښتنه د موی تای برخې افغان ورزشکار محمد يوسف جهانګیر د اسلامي هېوادونو د پيوستون سياليو د مډال ګټونکو ورزشکارانو د ستاينغونډې مراسمو کې د ګډون په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۱۱
Background image

د هرات ايثار لوبډلې د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليگ سياليو اتلولي وګټله

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د فوټبال ملي فدراسیون د فوټسال ملي کمېټې له لوري د هېواد د ۶ لوبډلو ترمنځ «د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليګ، لومړی پړاو» چې اته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۳
Background image

افغان ورزشکار روحید ستانکزي د رزمي ورزشونو اسیایي سیالیو کې پرلپسې خپلې دواړه سیالۍ وګټلې

د رزمي ورزشونو له ۱۶ – ۱۸ عمري کټګورۍ اسیایی سیالیو کې روحید ستانکزي په ۶۰ کیلو ګرامه وزن پرلپسې ازبکستاني او قرغیزستاني سیالان مات کړل، چې سبا به پایلوبه له قزاقستاني سیال سره وکړي.

ه. . .

BACK TO NEWS