د جودو دوو تنو افغان ريفريانو د ريفرينګ په برخه کې اسيايي جوازونه ترلاسه کړل

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۴ - ۸:۴۳
د جودو دوو تنو افغان ريفريانو د ريفرينګ په برخه کې اسيايي جوازونه ترلاسه کړل

د جودو فدراسیون دوو تنو افغان روزونکو رحمت الله مشکل او ابو ريحان رادمنش د جودو ريفرينګ په برخه کې اسيايي جوازونه تر لاسه کړل.

د جودو دغو دوو تنو روزونکو ته وروسته له هغه دغه سندونه ورکړل شول، چې د روانې اپريل مياشتې له ٤مې څخه تر ٦مې نېټې پورې د کابل په انټرکانټنينټل هوټل کې د جودو نړيوال فدراسیون دوو بهرنيو روزونکو او نړيوالو متخصصينو " کوميچو فريز او بارکاس نيګاري" له لوري د کوچينګ، ريفرينګ او کاتا په برخو کې د جودو افغان روزونکو او لوبڅارانو ته په نظري او عملي بڼه زده کړې ورکړل شوې او له يادوو دوو تنو څخه د ريفرينګ په برخه کې ازموينه واخيستل شوه.

د جودو فدراسیون د معلوماتو له مخې دغه دوه تنه افغان روزونکي تر ازموينې وروسته بريالي شول، چې د انټرکانټنينټل ريفرينګ په نوم دغه جوازونه ورکړل شول.

دغه دوه تنه د دې جوازونو له ترلاسه کولو وروسته کولاى شي، د جودو په اسيايي لوبو کې، که هغه په هر هېواد کې وي، د اسيايي برخې رسمي لوبڅاري وکړي او په سياليو کې به ګډون کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۵۶
Background image

د اسلامي هېوادونو د پيوستون سياليو کې د سرو زرو مډال راوړونکی ورزشکار محمد يوسف جهانګیر سعودي عربستان ولاړ

د سعودي عربستان ورزشي مسوولینو په رسمي غوښتنه د موی تای برخې افغان ورزشکار محمد يوسف جهانګیر د اسلامي هېوادونو د پيوستون سياليو د مډال ګټونکو ورزشکارانو د ستاينغونډې مراسمو کې د ګډون په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۱۱
Background image

د هرات ايثار لوبډلې د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليگ سياليو اتلولي وګټله

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د فوټبال ملي فدراسیون د فوټسال ملي کمېټې له لوري د هېواد د ۶ لوبډلو ترمنځ «د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليګ، لومړی پړاو» چې اته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۳
Background image

افغان ورزشکار روحید ستانکزي د رزمي ورزشونو اسیایي سیالیو کې پرلپسې خپلې دواړه سیالۍ وګټلې

د رزمي ورزشونو له ۱۶ – ۱۸ عمري کټګورۍ اسیایی سیالیو کې روحید ستانکزي په ۶۰ کیلو ګرامه وزن پرلپسې ازبکستاني او قرغیزستاني سیالان مات کړل، چې سبا به پایلوبه له قزاقستاني سیال سره وکړي.

ه. . .

BACK TO NEWS