پروان؛ پامير لوبډلې د فوتسال رمضان جام سیالیو اتلولي خپله کړه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۹ - ۱۱:۰
پروان؛ پامير لوبډلې د فوتسال رمضان جام سیالیو اتلولي خپله کړه

د پروان ولايت د فوتسال رمضان جام سيالۍ چې ١٦ ورځې وړاندې د دې ولایت د ورزش امريت او فوټبال فدراسيون له لوري ١٢ لوبډلو ترمنځ د چاريکار ښار په صادقي ورزشي جمنازيوم کې پيل شوې وې، د پامیر لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې.

ددغو سياليو پايلوبه د پامير او ياران رشاد لوبډلو ترمنځ وشوه، چې د پامير لوبډلې ٧-٢ خپل سيال ته ماتې ورکړه او د دې سياليو اتلولي يې خپله کړه.

د يادلو ده چې دغه سيالۍ د ليګ په بڼه په درېيو ګروپونو کې ترسره شوې چې ټولي ٣٣ لوبي پکې وشوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۹
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۷
Background image

کونړ کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اسعد آباد ښار په دم کلي کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې شل ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۵
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سيالۍ تر سره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

BACK TO NEWS