په خوست کې د لکڼو والیبال رمضان جام سیالۍ پیل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۹ - ۹:۵۶
په خوست کې د لکڼو والیبال رمضان جام سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او والیبال فدارسیون په همغږۍ د لکڼو ځوانانو له خوا د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام سیالۍ پيل شوې.

په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې،چې د لکڼو په ایوب خېلو سیمه کې جوړ شوي وو، د یاد ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت مسولینو، قومي مشرانو ، ځوانانو او د ورزش ګڼو مینوالو برخه اخیستې وه.

په پیل کې د خوست ولایت ورزشي مسولینو راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یادو سیالیو په پیل کېدو خوښي څرګنده کړه او له ځوانانو یې غوښتنه وکړه، چې سیالۍ دې د ورورولۍ او صمیمیت په فضا کې ترسره کړي.

د نوموړي جام لومړۍ سیالي د کابل او خوست فیضو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې کابل لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳-۲ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.

هېره دې نه وي، چې په دغه جام کې د خوست ولایت د ۲۵ لوبډلو په ګډون د خیبر پښتونخوا له بنو، کابل، پکتیا او له میدان وردګ څخه لوبډلو ګډون کړی، چې د روژې مبارکې میاشتې تر وروستیو به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۵:۱۸
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۷
Background image

کاپیسا؛ نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۳
Background image

پکتيکا کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز ښرنې اړوند ملک لوبغالي کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د فيصل شايسته لوبډلې په اتلولۍ. . .

BACK TO NEWS