زابل؛ د مرکز او دوه ولسوالیو ۱۲۰ پهلونانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۰ - ۱۳:۹
زابل؛ د مرکز او دوه ولسوالیو ۱۲۰ پهلونانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل د بدني روزنې او سپورټ امریت او د غېږنیونې فدراسیون له خوا د مرکزقلات، میزانی او ارغستان ولسوالیو ۱۲۰ پهلوانانو ترمنځ د شیخ متي لېسې سټو‌ډیم کې د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې.

په دې سیالیو کې د زابل د بدني روزنې او ورزش امریت د مسوولینو ترڅنګ، مخورو، ځوانانو، ورزشکارانو او ګڼو مینوالو ګډون کړی وو.

د دې سیالیو موخه د دودیزو لوبو وده، ورزش ته د ځوانانو هڅول، یووالی او د یو بل منل و.

د غیږنونې دا سیالۍ چې تیره ورځ جمعه پیل شوي نن به هم دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۹
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۷
Background image

کونړ کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اسعد آباد ښار په دم کلي کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې شل ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۵
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سيالۍ تر سره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

BACK TO NEWS