په نیمروز ولایت کې د موی تای ملي لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

Afzal-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲ - ۹:۰
په نیمروز ولایت کې د موی تای ملي لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

نیمروز ولایت کې د موتای ملي لوبډلې ټاکنیزي سیالۍ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

دغو سیالیو کې د نیمروز په ګډون د ۲۰ ولایتونو ۱۵۰ ورزشکاران ګډون درلود، خو د ۸ ولایتونو ورزشکارانو چې ۳۳ تنه کیږي د یو لړ ستونزو له امله دې سیالیو کې ګډون ونکړ، او د ۱۲ نورو ولایتونو ۱۱۷ لوبغاړي به په درې " کمکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو"ډلبندیو او یولسو بېلابيلو وزنونو کې یو د بل پر وړاندي سیالۍ وکړي.

دا سیالۍ چې د زرنج په کوربتوب د اتلانو په نوري ورزشي لوبغالي کې د پنځه ورځو لپاره ترسره کیږي له کابل، هرات، غزني، لوگر، بلخ، کندهار، پکتیکا،‌ بادغیس، بامیان، لغمان ،‌جوزجان، او میدان وردګو ولایتونو د موی تای ورزشکارانو پکې برخه اخیستې ده.

دغه سیالۍ د موی تای ملي فدراسیون او نیمروز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ پیل شوې.

په دې سیالیو کې د پلازمېنې کابل څخه راغلي پلاوي هر یو محمدفهیم خیري، محمد اکرم نادري، سید فضل الله فضلي، د موی تای ملي فدراسیو سرپرست مطیع الله نوري، د نیمروز د بدني روزنې او ورزش امر عبدالشکور نوابي، د اطلاعاتو او کلتور رییس حبیب الله الهام، ګڼو نورو حکومتي او ورزشي چارواکو، مخورو، ځوانانو ، ورزشکارانو او ګڼ شمېر مینوالو ګډون کړی وو.

دا سیالۍ د کابل او نیمروز ورزشکارانو په لوبې پیل شوې چې لومړۍ لوبه د کابل په ګټه پای ته ورسېده.

دغه سیالۍ چې د موی تای ملي فدراسیون د ۱۴ باتجربه او ځوانو لوبڅارانو له لوري څارل کېږي په پای کې به له یادو شاوخوا ۱۲۰ ورزشکارانو څخه په هر وزن کې درې تنه او ټولټال به ۳۳ تنه د هیواد ملي لوبډلې ته غوره شي.

د یادونې وړ ده چې له سیالیو وړاندې لوبڅارانو، روزونکو او ورزشکارانو ته د لا ښه پوهاوي په پار ښوونیز سمینار هم په پام کې نیول شوی و.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳۱
Background image

بلخ؛ کشندې ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کشندې ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۲۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۲۹
Background image

خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

BACK TO NEWS