د بدخشان بهارک ولسوالۍ کې د والیبال

Afzal-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۵ - ۱۲:۵۸
د بدخشان بهارک ولسوالۍ کې د والیبال

ژمنۍ سیالیو اتلولي نخبګان لوبډلې وګټله

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په کوربتوب د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د "زمستاني" په نوم د والیبال سیالۍ د نخبګان لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

دا سیالۍ چې څه موده وړاندې د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ د والیبال فدراسیون له خوا د بهارک مرکز او نږدې ولسوالیو په ګډون پیل شوې وې پایلوبې یې د " نخبګان او ربابي سیمې" لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د نخبګان په اتلولۍ او د ربابي سیمې په دویم مقام پای ته ورسېدې.

د دې سیالیو موخه د بهارک ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل او وررش ته د ځوانانو هڅول و.

د پایلوبې په مراسمو کې د سیمه ییزو او ورزشي مسوولینو ترڅنګ، مخورو، ځوانانو، ورزشکارانو او ګڼو مینوالو ګډون کړی وو.

د پای په مراسمو کې د مسوولینو له خوا ګټونکې لوبډلې ته کپ او غوره لوبغاړو ته مډالونه ، ستاینلیکونه او نورې جایزې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۰:۳۴
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوتسال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ C لوبډلو ترمنځ د فوټسال ګروپي سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۰:۲۹
Background image

سرپل کې د فوټبال سيالۍ د اتفاق خواجه اجيغ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د اشترلي ولسوالۍ د لوبغاړو او ځوانانو له لوري د يادې ولسوالۍ په بلغلي مرکز کلي کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د اتفاق خواجه اجيغ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۰:۲۷
Background image

هرات کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او اسپورټ فزيک خزاني سيالۍ وشوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فټنس او بدن ښکلا ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د مرکز او ولسواليو له کلبونو د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ په ستاره اسيا تالار کې د. . .

BACK TO NEWS