په ننګرهار کې د تکواندو ۸۰ تنو ورزشکارانو سیالۍ او په زړه پورې نندارې ترسره کړې

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۰ - ۱۳:۸
په ننګرهار کې د تکواندو ۸۰ تنو ورزشکارانو سیالۍ او په زړه پورې نندارې ترسره کړې

د ننګرهار ولایت د تکواندو فدارسیون له لوري د مرکز اړوند په غازي امان الله خان ښارګوټي کې د تکواندو په زړه پورې سیالۍ او نندارې ترسره کړې.

په یادو سیالیو او نندارو کې د ننګرهار ولایت له ۷ ولسوالیو څخه ۴۰ جوړو، ۸۰ تنو ته ورزشکارانو ګډون کړی و.

په دې سیالیو کې د ننګرهار د بدني روزنې او ورزش مسؤولینو، د بېلابېلو فدراسیونونو مشرانو، استادانو، ورزشکارانو او ځایي خلکو برخه اخیستې وه.

دغه سیالۍ او نندارې د ننګرهار د تکواندو فدراسیون د مسؤولینو له لوري د ورزش په ډګر کې د ننګرهار د بدني روزنې او سپورت د رهبري او مشر ښاغلي عبدالسلام وزیروال د هڅو د درناوي په موخه جوړې شوې وې.

د یاد فدراسیون له لوري ښاغلي وزیروال او د تکواندو استادانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول او هغوی یې وستایل.

ځایي اوسیدونکو او ورزشکارانو د دې سیالیو په ترسره کېدو خوښي څرګنده کړه او د دې ډول سیالیو د ډېرېدو غوښتنه یې وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۵۶
Background image

د اسلامي هېوادونو د پيوستون سياليو کې د سرو زرو مډال راوړونکی ورزشکار محمد يوسف جهانګیر سعودي عربستان ولاړ

د سعودي عربستان ورزشي مسوولینو په رسمي غوښتنه د موی تای برخې افغان ورزشکار محمد يوسف جهانګیر د اسلامي هېوادونو د پيوستون سياليو د مډال ګټونکو ورزشکارانو د ستاينغونډې مراسمو کې د ګډون په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۱۱
Background image

د هرات ايثار لوبډلې د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليگ سياليو اتلولي وګټله

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د فوټبال ملي فدراسیون د فوټسال ملي کمېټې له لوري د هېواد د ۶ لوبډلو ترمنځ «د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليګ، لومړی پړاو» چې اته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۳
Background image

افغان ورزشکار روحید ستانکزي د رزمي ورزشونو اسیایي سیالیو کې پرلپسې خپلې دواړه سیالۍ وګټلې

د رزمي ورزشونو له ۱۶ – ۱۸ عمري کټګورۍ اسیایی سیالیو کې روحید ستانکزي په ۶۰ کیلو ګرامه وزن پرلپسې ازبکستاني او قرغیزستاني سیالان مات کړل، چې سبا به پایلوبه له قزاقستاني سیال سره وکړي.

ه. . .

BACK TO NEWS