په بغلان ولايت کې د فوټبال غوره لیګ سيالۍ پيل شوې 

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۴ - ۹:۲۸
په بغلان ولايت کې د فوټبال غوره لیګ سيالۍ پيل شوې 

د واليبال دغه سيالۍ د بغلان ولایت په کچه د ١٢ غوره لوبډلو په ګډون د ورزشي مسوولینو، د فوټبال فدراسیون استازو، روزونکو او ورزشکارانو په شتون کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل شوې. 
د دې مراسمو په لړ کې د ١٢ ګډون کوونکو لوبډلو له لوري ورزشي رژه هم ترسره شوه. 
دغه سيالۍ د فوټبال فدراسیون له لوري د ورزش امريت په همکارۍ پيل شوې چې د ليګ په بڼه به ترسره شي. 
د دې سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ د سالم رقابت رامنځته کول او همداراز د هېواد اتلانو ليک ته د غوره لوبډلې ټاکل دي. 
د دې ليګ د پرانيستې لوبه د "استقلال او مسعود" لوبډلو ترمنځ وشوه چې د "٢-٢" پايلې سره مساوي پاى ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۵۶
Background image

د اسلامي هېوادونو د پيوستون سياليو کې د سرو زرو مډال راوړونکی ورزشکار محمد يوسف جهانګیر سعودي عربستان ولاړ

د سعودي عربستان ورزشي مسوولینو په رسمي غوښتنه د موی تای برخې افغان ورزشکار محمد يوسف جهانګیر د اسلامي هېوادونو د پيوستون سياليو د مډال ګټونکو ورزشکارانو د ستاينغونډې مراسمو کې د ګډون په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۱۱
Background image

د هرات ايثار لوبډلې د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليگ سياليو اتلولي وګټله

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د فوټبال ملي فدراسیون د فوټسال ملي کمېټې له لوري د هېواد د ۶ لوبډلو ترمنځ «د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليګ، لومړی پړاو» چې اته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۳
Background image

افغان ورزشکار روحید ستانکزي د رزمي ورزشونو اسیایي سیالیو کې پرلپسې خپلې دواړه سیالۍ وګټلې

د رزمي ورزشونو له ۱۶ – ۱۸ عمري کټګورۍ اسیایی سیالیو کې روحید ستانکزي په ۶۰ کیلو ګرامه وزن پرلپسې ازبکستاني او قرغیزستاني سیالان مات کړل، چې سبا به پایلوبه له قزاقستاني سیال سره وکړي.

ه. . .

BACK TO NEWS