سمنګان؛ ښاروالۍ لوبډلې د حضرت سلطان ولسوالۍ د فوټبال سیالیو اتلولي وګټله
د سمنګان ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې یوه میاشت وړاندې د نهو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې وې، چې د ښارولۍ لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د دې سیالیو پای لوبې ته حضرت سلطان او ښاروالۍ لوبډلو لار موندلې وه چې ښاروالۍ لوبډلې خپلې سیالۍ ته ماتې ورکړه او د دې سیاليو اتلولي يې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ یوالي او د یادې ولسوالۍ د منتخبې لوبډلې لپاره د غوره ورزشکارانو پېژندل دي.
