هلمند کې د ۲۶ بي لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د برومند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
په هلمند ولایت کې شاوخوا میاشت وړاندې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې وې، چې د برومند لوبډلې په لومړي مقام ګټلو سره پای ته ورسېدې.
د دې سیالیو په پای لوبه کې برومند لوبډلې خپلې سیالې نوی ازاد فوټبال لوبډلې ته ۲-۰ په توپیر ماتې ورکړه او د یادو سیالیو اتلولي يې وګټله.
په یادو سیالیو کې تورجان د غوره لوبغاړي، احمد شاه د غوره ګول وهونکي او عزت الله د غوره ګول ساتونکي په نومونو ونومول شول.
یاده دې وي چې په پای کې ګټونکې لوبډلې او غوره ورزشکارانو او لوبڅارانو ته کپونه او مډالونه هم ورکړل شول.
