په کونړ ولايت کې د فوټبال غوره ليګ پيل شو
په کونړ ولايت کې د فوټبال فدراسيون له خوا د نوموړي ولايت د بدني روزنې د آمريت په مالي لګښت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د فوټبال غوره ليګ پيل شو.
په دې ليګ کې شپږ غوره لوبډلې ګډون کوي، چې پنځلس ورځې به دوام وکړي. د نوموړي ليګ د پيل په مراسمو کې د کونړ ولايت د ورزش مسولانو، د فوټبال فدراسيون مسولانو او ګڼ شمېره نندارچيانو ګډون کړی و.
ګډون کوونکي ورزشکاران له ياد ليګ څخه خوښ ښکارېدل او د ورته نورو لوبو غوښتنه يې وکړه.
