جوانان استقلال لوبډلې د فاریاب فوټبال سیالیو اتلولي وګټله
په فاریاب ولایت کې د فوټبال له ۱۷ کلونو څخه د کم عمره ځوانانو کمېټې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د استقلال لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
په دې سیالیو کې جوانان آرین، باتور، استقلال، سرسبزیاشلر، المار، آریا، تمدن او بیرلیک لوبډلو په دوو ګرپونو کې د یو بل پر وړاندې سیالۍ وکړې.
غلام حضرت ضیايي د یادو سیالیو غوره لوبغاړی، امید عثماني غوره ګول وهونکی او لعل محمد د یادو سیالیو د غوره ګول ساتونکي په نوم ونومول شو.
