د هلمند په ګریشک ولسوالۍ کې د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت په ګریشک ولسوالۍ کې د فوټبال سیالۍ په حذفي بڼه د ګریشک ولسوالۍ د معارف ریاست په لوبغالي کې پیل شوې.
په دې سیالیو کې د افغان ځوانان، پیروزي، آشنا، یاران، آریانا، هلمند، نوآباد، سباوون، مسلم او شمشاد خپلواک لوبډلو په ګډون د نادعلي، سنګین او ګرمسیر ولسوالیو لوبډلې هم شاملې دي.
له پچې اچونې وروسته هرې لوبډلې خپله مقابل لوبډله پېژندلې او سیالۍ به یې هره ورځ په ناک اوټ ډول ترسره کیږي.
