دايکندي: دAFGجام په نوم د موي تاى ١٨پړاو سيالۍ ترسره شوې

Afzal-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۹ - ۱۴:۱۸
دايکندي: دAFGجام په نوم د موي تاى ١٨پړاو سيالۍ ترسره شوې

په دايکندي ولایت کې د بدني روزنې او ورزش امريت په مرسته او موي تاى فدراسیون له لورې د AFG يا ا. ا. ا جام په نوم د موي تاى ١٨ پړاو سيالۍ په ستاره ګان موي تاى کلپ کې ترسره شوې.

دغه سيالۍ چې د جمعې په ورځ د زمري په ٧ نېټه د يوې ورځې لپاره ترسره شوې دمرکز په ګډون د درېيو ولسواليو کلپونو څخه ٤٠ جوړو ورزشکارانو پکې ګډون درلود.

په دغو درېيو ولسوالیو کې المهدي کلپ د ميرامور ولسوالۍ، معارف کلپ د خدير ولسوالۍ، کانون کلپ صرف شهرستان ولسوالۍ او ستاره ګان کلپ له مرکز دايکندي څخه برخه لرله.

د دغو سياليو په پاى کې ستاره ګان کلپ لومړى، د خدير ولسوالۍ معارف کلپ دوه يم، شهرستان ولسوالۍ کانون کلپ درېيم او ميرامور ولسوالۍ المهدي کلپ څلورم مقام ترلاسه کړ.

همداراز له ستاره ګان کلپ څخه عيد محمد ٦٠کيلو وزن کې لومړى مقام، چراغ علي د ٦٢کيلو وزن کې د شهرستان ولسوالۍ کانون کلپ څخه لومړى مقام ، نوروز مجاهد زاده ٧٨کيلو وزن کې د مرکز ستاره ګان کلپ څخه لومړى مقام او مرتضى سلطاني د ٣٥کيلو وزن کې د ميرامو ولسوالۍ کلپ څخه لومړى مقام خپل کړ.

د دغو سياليو ليدنې ته دولتي ادارو رئیسانو او تر ٦٠٠ پورې ليدونکي راغلي وو او لوبه يې له نژدې وليدله.

په پاى کې د ورزش امريت له لورې ورزشکارانو ته د تشویق په موخه کپ او د سرو زرو ١٥مډالونه ورکړل شول همداراز د موي تاى فدراسيون لخوا هم ورزشکارانو ته تقدير نامې او د اتلولي حکمونه ووېشل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۳:۴۷
Background image

سمنگان؛ مرکز ايبک ښار کې د ۲۵ زره ډالرو په ارزښت د فوټسال لوبغالی پرانيستل شو

د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د ملي سوداګر احمد اميد له لوري په مرکز ايبک ښار کې د ۲۵ زره ډالرو په ارزښت د فوټسال لوبغالی پرانيستل شو او ګټې اخيستنې ته وسپارل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۹:۳۸
Background image

سمنگان؛ مرکز ايبک ښار کې د ۲۵ زره ډالرو په ارزښت د فوټسال لوبغالی پرانيستل شو

د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د ملي سوداګر احمد اميد له لوري په مرکز ايبک ښار کې د ۲۵ زره ډالرو په ارزښت د فوټسال لوبغالی پرانيستل شو او ګټې اخيستنې ته وسپارل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۰:۳۱
Background image

هرات؛ مرکز ښار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو سيالۍ وشوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کونګ فو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ په بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS