والنسیا په مستایا کې له اوساسونا څخه ماته ومنله

Afzal-af
والنسیا په مستایا کې له اوساسونا څخه ماته ومنله

د تسنیم خبری آژانس د خبر له مخې، د اسپانیا د لالیګا د ۳۲مې اونۍ د لوبو په دوام کې پرون دوه لوبې ترسره شوې چې په لومړی لوبه کې یې ولنسیا د اوساسونا لوبډلې ته په میستایا کې په خپل کور لوبغالی کې ۲ - ۱ په پايلې ماتې ومنله .

د اوساسونا لپاره د لوبې په ۵۰مه دقیقه کې اویلا د پینالټي له لارې او بودیمیر په ۷۴مه دقیقه کې ګولونه وکړل، او کوربه لوبډلې یوازینی ګول د کارلس سولر له خوا په ۸۳مه دقیقه کې ترسره شو.

دا په داسی حال کې دی چی د والنسیا یو ګول په ۵۵مه دقیقه کې د VAR لخوا رد شو.

د دې ماتې په منلو سره، والنسیا د 42 امتیازو سره پاتې شوه او د جدول په نهم ځای کې یې خپل ځای اوساسونا ته ورکړ

چې اوس اوساسونا لوبډله د 44 امتیازو په لرلو سره او په نهم ځای لري.