ميدان وردگ؛ جغتو ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جغتو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د جغتو ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې جغتو ځوانانو لوبډلې خپلې سيالې تور طوفان لوبډلې ته د ۲-۱ ميدان په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سيالۍ د ځوانانو ترمنځ د يووالي په موخه ترسره وشوې، چې دوې اوونۍ يې دوام وکړ.
