هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې فاضل هلمندي لوبډلې له خپل ۱۱۲ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۱۸ منډو په توپیر یې خپلې سیالې ګل آغا بازار لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
