سمنگان؛ خلم ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خلم ولسوالۍ کې له ۱۴ کلنو کم عمره نویو ځوانانو فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې شاهين خلم لوبډلې خپلې سيالې جوانان خلم لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او نویو استعدادونو ته وده ورکول و، چې يوه مياشت يې دوام وکړ.
