دایکندي؛ اشترلي ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۹:۲۶
دایکندي؛ اشترلي ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د اشترلي ولسوالۍ په لزبرخوشک سيمه کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې لرګر لوبډلې خپلې سيالې لربز خوشک لوبډلې ته د ۱/۰ ګول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول، د ځوانانو ورزشي روحيه پياوړي کول او ورزشي استعدادونو ته وده و، چې يوه اوونۍ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۱:۳۶
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږنيونې سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږنيونې سيالۍ وشوې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۹:۴۷
Background image

افغان ورزشکار د سنوکر نړۍ‌والو سیالیو نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه

د سنوکر افغان ورزشکار رییس خان سن‌زي د سنوکر نړۍ‌وال جام لوبو ١٦ غوره لوبغاړو پړاو په انفرادي سیالیو پرلپسې د قطر او متحده عربي اماراتو سیالانو ته ماته ورګړه او نیمه پایلوبې ووت.

دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۹:۴۵
Background image

کابل کې د ساحلي واليبال ملي ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د واليبال ملي فدراسیون له لوري د دولس لوبډلو ترمنځ د ساحلي واليبال شپږم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ، چې د ياد رياست په ساحلي واليبال. . .

BACK TO NEWS