د بامیان پوهنتون محصلینو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د زراعت پوهنځي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۱:۳
د بامیان پوهنتون محصلینو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د زراعت پوهنځي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ او د باميان پوهنتون له لوري په جديد جمنازيوم کې د ياد پوهنتون له اتو پوهنځیو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې، چې يوه اوونۍ يې دوام وکړ.

د دغو سياليو په پايلوبه کې زراعت پوهنځي لوبډلې خپلې سيالې زمين شناسي لوبډلې ته د ۰/۵ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د محصلينو ترمنځ د فوټسال لوبو ته وده ورکول او ځوانانو ته د سياليو برابرول و.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۸/۱۵ - ۱۰:۰
Background image

کابل؛ د دانالاک ستر پهلوان د لومړي پړاو سياليو خبري کنفرانس ترسره شو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست او د پهلوانۍ ملي فدراسیون په همکارۍ او د دانالاک خصوصي شرکت په مالي ملاتړ د دانالاک ستر پهلوان لومړي پړاو سياليو د لوبغاړو وزن کول او خبري. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۱۵ - ۹:۵۸
Background image

پکتیا؛ په مرکز ګردېز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند والبیال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار حبیب کلا سیمه کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ پای ته ورسېدې.. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۱۵ - ۹:۵۷
Background image

پکتیا؛ په مرکز ګردېز کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند سوک وهنې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار سیار کلب کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې دوستانه سیالۍ وشوې.

په. . .

BACK TO NEWS