هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې عادل لوبډلې د ۶ پر یو ګول په توپیر خپلې سیالې سرپرست لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
