زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو یوني فایټ سبک سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پایله کې د استاد عبدالحق رؤوفي کلب ورزشکارانو لومړی او استاد احمد آرین کلب بیا دویم مقام خپل کړ.
