د بامیان مرکز کې د ځغاستې سيالۍ وشوې
د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د باميان ده کده، د ميرويس ګل پلورنځي او د بابا چاپ خانې په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ د تنکيو ځوانانو او د لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې د تنکيو ځوانانو کټګورۍ کې ګل محمد لومړی او د لويانو په کټګورۍ کې موسی لومړی، حسين دويم او شعيب بیا درېيم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه د ځغاستې ورزش ته وده ورکول او دودول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
