زابل کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فرزبي سيالۍ پای ته ورسېدې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فرزبي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فرزبي سيالۍ د قدرت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې قدرت لوبډلې خپلې سيالې چاپر لوبډلې ته د ۲ پر ۱ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
د ويلو ده، چې د دغو موخه فرزبي لوبې ته وده ورکول او ورزش ته د ځوانانو هڅول وو، چې يوه اوونۍ يې دوام وکړ.
