کابل؛ سرې مياشتې لوبډلې د افغانستان واليبال پنځم پړاو غوره ليګ کې درېيم مقام وګاټه
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ د واليبال ملي فدراسیون له لوري د لس لوبډلو ترمنځ د افغانستان واليبال غوره ليګ پنځم پړاو سياليو کې سرې مياشتې لوبډلې درېيم مقام ترلاسه کړ.
د دې سياليو د درېيم مقام لوبه د سپين غر شريفي او سرې مياشتې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې يې سرې مياشتې لوبډلې خپلې سیالې سپين غر لوبډلې ته د ۳ - ۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او د يادو سياليو درېيم مقام يې په خپل نوم کړ.
د ويلو ده، چې يادې سيالۍ د روان کال د تلې مياشتې له ۲۲مې نېټې د هېواد ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې روانې دې او سبا( دوشنبه، د لړم څلورمه) به يې پايلوبه د کاماير او طلوع کمپلیکس لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
