غزني؛ ګيرو ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۷:۸
غزني؛ ګيرو ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د ګيرو ولسوالۍ د احد کلي په کرېکټ لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې، چې يوه مياشت به دوام وکړي.

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې بدي لوبډلې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې ۱۸۳ منډې جوړې کړې په مقابل کې احد زواک لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۰ منډې جوړې کړې او لوبه د بدي لوبډلې په بريا پای ته ورسېده.

د يادو سياليو موخه د لوبغاړو ترمنځ همغږي رامنځته کول، ټېپ بال کرېکټ ته د ځوانانو هڅول او له نشه يي توکو څخه د ځوانانو لېري والی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

هلمند؛ نوزاد ولسوالۍ کې د ۷ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نوزاد ولسوالۍ کې د ۷ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۰:۳۷
Background image

خوست کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال اتلانو جام سيالۍ پيل شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ملي اماني لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال اتلانو جام سيالۍ پيل شوې.

د يادو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۰:۳۴
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوتسال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ C لوبډلو ترمنځ د فوټسال ګروپي سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په. . .

BACK TO NEWS