اتفاق لوبډلې د پکتيا فوټبال غوره ليګ اتلولي وګټله
د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي سټډيوم کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ۲۰۲۶ کال فوټبال غوره لیګ سیالۍ د اتفاق لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د ياد ليګ په وروستۍ لوبه کې شکست لوبډلې خپلې سيالې اتحاد لوبډلې ته د ۱-۰ ګول په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه، خو اتفاق لوبډلې د زياتو امتيازونو په خپلولو سره د غوره ليګ اتلولي په خپل نوم کړه او د هېواد په کچه وزني سياليو ته يې لار ومونده.
دا سيالۍ راتلونکو زوني لوبو ته د غوره لوبډلې موندلو په موخه وشوې، چې شاوخوا دوې مياشتې يې دوام وکړ.
