هلمند؛ باباجي ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په باباجي ولسوالۍ کې د نهو لوبدلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د خراسان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې خراسان لوبډلې له خپل ۹۱ منډو هدف څخه دفاع وکړه او ۲۶ منډو په توپیر یې خپلې سیالې آریانا لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې،چې ۱۸ ورځې یې دوام وکړ.
