هلمند؛ نهر سراج ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د امیري لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې امیري لوبډلې د یو پر صفر ګول په توپیر خپلې سیالې محمد لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګتله.
دا سیالۍ د ولسوالۍ په کچه د غوره لوبغاړو موندلو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
