خوست؛ تڼیو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د دور ملکې لېسې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې دور ملکې لېسې لوبډلې د درېیو ویکټو په توپیر خپلې سیالې نورالاسلام لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
