بغلان؛ مرکز پلخمري ښار کې د فوټبال الف ليګ سيالۍ پای ته ورسېدې
د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پلخمري ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليګ سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې شاهین فابريکه لوبډلې خپلې سيالې حاجي نواب لوبډلې ته په پنالټيو کې د ۵/۴ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول، ځوان استعدادونه موندل او ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې ۲۵ ورځې يې دوام وکړ.
