هرات؛ کرخ ولسوالۍ کې د ۲۷ تنو ترمنځ د بايسکل ځغلولو سيالۍ وشوې
د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د بايسکل ځغلولو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کرخ ولسوالۍ کې د ۲۷ تنو ترمنځ په جاده يي سبک کې له هرات ښار څخه تر پاشدان بند او سبزک بند پورې په ۱۱۰ کيلو متري واټن کې د بايسکل ځغلولو سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ د ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې احمد شاه خيرخواه او احسان الله جلالي په خپلو کټګوريو کې لومړي مقامونه خپل کړل.
د يادو سياليو موخه د بايسکل ځغلولو ورزش ته وده ورکول، د غوره استعدادونو موندل او ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
