پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۵۷ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولايت په مرکز ښرنه کې د ۵۷ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د رازق لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې رازق لوبډلې د یوې ویکټې په توپیر خپلې سیالې حبیب زي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ له نشهيي توکو سره د مبارزې په موخه ترسره شوې، چې ۱۸ ورځې یې دوام وکړ.
