ناپولی صدر جدول را از چنگ میلانیها درآورد

د ناپولي فوټبال لوبډلې لاتزیو ته په ماتې ورکولو سره د سريA جدول په سر کې ځای ونیوه.
د تسنیم خبري اژانس د خبر له مخې، د ایټالیا د سري A سیالیو په اووه ویشتمه اونۍ تېره شپه ناپولي فوټبال لوبډلې کوربه لوبډلې لاتزیو ته دوه د یو پر وړاندې ماتې ورکړه.
په دغه سیالۍ کې ناپولي په دوه شپېتمه دقیقه د لورنزو پر مټ ګول وواهه او له لاتزیو مخکې شوه. د لاتزیو له خوا د پدرو پر ګول لوبه مساوي شوه، خو ناپولي د دویمې نیمایي په څلور دقیقو اضافي وخت کې دویم ګول وواهه او لوبه یې پخپل نوم کړه.
په دې سره د ناپولي ۵۷ نمرې شوې او له میلان مخکې د جدول د سر مقام یې خپل کړ. بل خوا انټر د ۵۵ نمرو په لرلو سره درېیم مقام کې ځای لري.