بارسلونا لوبډلې اتلتیکو بیلبائو ته ماتې ورکړه

Afzal-af
بارسلونا لوبډلې اتلتیکو بیلبائو ته ماتې ورکړه

د تسنیم خبری آژانس د خبر له مخې، د لالیګا د 22مې اونۍ د دریمې شپې په پای کې تیره شپه د بارسلونا او اتلتیکو بیلبائو د فوټبال ټیمونه د نوی کمپ په لوبغالی لوبه ترسره کړه چی په پای کی دا لوبه د 4 : 0 په پایلې سره د بارسلونا په ګټه پای ته ورسیده

د بارسلونا لپاره په ۳۷مه دقیقه کې اوبامیانګ په ۷۳مه دقیقه کې عثمان دمبله، په ۹۰مه دقیقه کې لوک ډیوینګ او په ٩٣ مه دقیقه کې میمفیس دیفای ګولونه وکړل.

بارسلونا له دی بریا سره ۴۵ امتیازی شو او د جدول په څلورم ځای کې ځای لری . اتلیټیک بیلبائو هم په لا لیګا کې د 37 امتیازو سره اتم ځای لري.