افغان بوکسر محمد ذکریا زماني د ټایلنډي سیال پر وړاندې لوبېږي

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۹ - ۱۰:۴۰
افغان بوکسر محمد ذکریا زماني د ټایلنډي سیال پر وړاندې لوبېږي

ټاکل شوې افغان بوکسر محمد ذکریا زماني له ټایلنډي سیال سره د لوبو لپاره د ټایلنډ په لوري روان شو.

د المپیک ملي کمېټې او ورزش رئيس نظر محمد مطمئين له نوموړي سره مخه ښه وکړه او هیله يې څرګنده کړه چې ډکې منګولې به هېواد ته را ستون شي.

ښاغلی زماني به راتلونکې جمعه د مارچ میاشتې په څلورمه نېټه د ټایلنډ په بانکاک ښار کې د خپل سیال پر وړاندې سیالي کوي.

ښاغلي مطمئين له محمد ذکریا زماني سره د هغه د مخه ښې پر مهال نوموړي ته ډاډ ورکړ، چې په پوره توان يې د هڅو ملاتړ کوي.

محمد ذکریا زماني ژمنه وکړه چې تر خپل توانه به هڅه کوي چې د ګران هېواد ښه استازیتوب وکړای شي او له مینه والو يې هیله وکړه چې د بریا لپاره يې لاسونه لپه کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۲۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۲۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۱۹
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې ۲۵ تنو خپلو. . .

BACK TO NEWS