هلمند کې د والیبال سیالۍ پیل شوې

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۹ - ۱۰:۳۳
هلمند کې د والیبال سیالۍ پیل شوې

په هلمند ولایت کې د «ورزش په امن کې» نوم باندې د والیبال سیالیو یو ټورنمنټ پیل شو، چې څو ورځې به دوام وکړي.

په دغه ټورنمنټ کې نهه لوبډلې ګډون لري، چې د هغو له ډلې چاه انجیر، اعظیمي ای، برادران امید، ګرمسیر، اعظیمي بي، امریت ورزش، مارجه ای، بس او مارجه بي لوبډلې دي.

یادې ټولې لوبډلې په دوه ډلو وېشل شوې دي او ټاکل شوې ده چې هره ورځ یوه لوبه وشي.

تېره ورځ په لومړۍ لوبه کې اعظیمي لوبډلې چاه انجیر لوبډلې ته درې د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه.

یاده دې وي، چې نن ماذیګر د ګرمسیر ولسوالۍ لوبډلې او اعظیمي بي لوبډلې تر منځ لوبه کېدونکې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۲۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۲۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۱۹
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې ۲۵ تنو خپلو. . .

BACK TO NEWS