خوست؛ تڼیو ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د اسماعیل خېلو منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې اسماعیل خېلو منتخبې لوبډلې د ۳ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې تڼیو الف لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د خوست ځوانانو جام ته تیاري په موخه ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.
