د وزلوبې سیالیو کې بلخ لوګر ته ماتې ورکړه
د وزلوبې د درېیم پړاو لوبو کې د بلخ ولایت چاپندازان وتوانېدل، چې د لوګر ولایت لوبډلې نهه د صفر پر وړاندې ماتې ورکړي.
په دغه لوبه کې محمد امیر پهلوان د امینجان تاشقرغاني په اس دوه میدانه او همدارنګه علم پهلوان، عبیدالله پهلوان او نجیب الله پهلوان ښه وځلېدل او هر یوه د بلخ په ګټه یو یو میدان وګاټه.
