فاریاب کې د کورش لوبې وشوې

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۷ - ۱۲:۲
فاریاب کې د کورش لوبې وشوې

په فاریاب ولایت کې د مرکز میمنې او څوارلس ولسوالیو د ورزشکارانو تر منځ د کورش منتخبې لوبې وشوې.

یادې لوبې تېره ورځ د فاریاب ولایت مرکز میمنې ښار په شهردارۍ پارک کې وشوې.

په دغو لوبو کې د ورزشکارانو تر منځ د ځوانانو او نویو ځوانانو عمرونو او بېلابېلو ورزنونو کې لوبې وشوې.

د دغو لوبو د مسوولینو په وینا؛ د دغو لوبه موخه د کورش لوبې وده او د فاریاب ولایت لوبډلې ته د لوبغاړو ټاکل دي.

د لوبو په پای کې د ورزش امریت او کورش فدراسیون د مسوولینو له خوا غوره‌لوبغاړو ته مډالونه او ستاین‌لیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۲۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۲۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۱۹
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې ۲۵ تنو خپلو. . .

BACK TO NEWS