جوزجان؛ اقچه ولسوالۍ کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سيمه ييزې سيالۍ وشوې
د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د اقچې ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د يادې ولسوالۍ په کولبقال کلي کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سيمه ييزې سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پايله کې د پنځو جوړو لوبې مساوي او ۴۰ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ مقامونه خپل کړل او د ډاليو ګټونکي شول.
د يادو سياليو موخه له ښارونو څخه کليو ته د ورزش خپرول او سيمه ييزو لوبو ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
